IQNA

د تکفیریانو په لاس د پاکستان پاره چنار سیمې بشپړ کلابندي هماغه راز دوام لري

15:47 - October 31, 2023
د خبر لمبر: 3488197
ایکنا-(پاراچنار)  د پاکستان له پاراچنار سیمې په رارسیدلي راپور کې وئيل شوي دي ،ځاي حکومت او امنیتی ځواکونه نه غواړي،په سیمې کې امنیت او ثبات ټينګ شي که نو حکومتي او امنیتی ځواکونه هرکله وغواړي،په څو ساعتونو کې هر ډول شخړې او ترینګلتیاوې ختمیدلی شي.

ایکنانیوز  له پاره چناره راپور راکړ، د پاکستان د خیبر پختونخواه صوبې د کورمې ضلعې په پاره چنار سیمې  کې داومې ورځې لپاره هم دتکفیری ترهه ګرو له خوا کلابندي هماغه راز دوام لري او وئيل کیږي، چې  دغو ګوته په شمیر ترهه ګرو چې  حکومتی  امنیتی ادارې  ئې مخه نه نیسي ،د کورمې په مختلفو سیمو کې  داهل  تشیَع پر کلو باندې  له مختلفو غرونو  څخه  د درندو وسلو حملې کوي.

په راپور کې وئيل شوي دي ،وروستي اطلاعات ښئ چې د خیبر پختونخواه صبې له کوهاټ او هنګو سیمو څخه  دامن جرګې غړي هڅه کوي، اوربند ټینګ کړي خو چې په یوې سیم کې ډ زې بندیږي، نو  اورپکي  او ترهه ګر په بلې سیمې کې د  اور لمبې  زیاتوي، دغه راز راپورونه ښئ چې تر بیګا شپې پورې ددواړو خواؤ کابو څلویښت کسان وژل شوي  او په سلګونو نور ټپيان شوي دي.

داهم وئيل شوي چې په بالیش خیل، صده سنګینه ،کنج علیزئ شینګک،پيواړ مقبل تري منګل،کړمان ،پاړه چمکني سیمو کې هماغه راز د سترو وسلو ډزې روانې دي او  په سیمې کې د کلابندۍ له امله خوراکي توکي درمل او سونګ په ختمیدا دي چې د  ځای اوسیدونکو لپاره ئې ډیرې ستونزې رامینځةکړي دي.

 په راپور کې وئيل شوي دي ،ځاي حکومت او امنیتی ځواکونه نه غواړي،په سیمې کې امنیت او ثبات ټينګ شي که نو حکومتي او امنیتی ځواکونه هرکله وغواړي ، په څو ساعتونو کې هر ډول شخړې او ترینګلتیاوې ختمیدلی شي.

 د کورمې ضلعې د پاره چینار سیمې د کلابندۍ او په  دغو سیمو کې د شخړو دختمولو لپاره د پاکستان په مختلفو سیمو کې  په تیره بیا په پيښور  او اسلام  اباد کې امن غواړي خلک له حکومتي ادارو غواړي پخپل مسئولیّت دې عمل وکړي او سملاسي دې په سیمې کې د اوربند او امنیت ټينګولو لپاره عملی ګامونه پورته کړي.

پارہ چنار کی اواز - پاراچنار پاراچنار پاکستان کے آزاد علاقے کرم ایجنسی کے  دارالحکومت ، سب سے بڑے اور خوبصورت شہر کا نام ہے ۔ اس علاقے میں بولی جانے  والی

پاراچنار - وکیپیڈیا

captcha