ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د ایران د حوزستان ولایت د څلورویشت زره(۲۴۰۰۰) شهیدانو د غونډې له چاروالو سره په کتنه کښې د سپيڅلي دفاع په وخت کښې د خوزستان ولایت د خلکو حماسه او معجزه د اسلامي ایمان او د ولسي همت د ترکیب نتیجه وبلله او د «جمهوري اسلامي »د تعبیر په انتخابولو کښې د امام خمیني رحمت الله علیه د نظر دقت ته په اشارې سره وویل: هغه څه چې د اسلامي ایران د پایدارۍ او د پرمختګ او په ډیرو خنډونو او دسیسو باندې د هغه د غلبې سبب شول په اسلام او د خلکو په جمهور باندې اعتماد و او په راتلونکي کښې هم په ستونزو باندې غلبه کول د همدغه تفکر دوام دی.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د حضرت امام مهدي علیه السلام د نیکمرغه زوکړې په مناسبت مبارکۍ ویلو سره د امام خمیني رحمت الله علیه لخوا د خلکو په دقیق ډول پیژندل او د اسلام په هکله د امام خمیني رح جامع او مترقي کتنې ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه: امام خمیني رحمت الله علیه د اسلامي غورځنګ د پیلیدا له هماغه لومړیو ورځو څخه د اسلامي انقلاب تر بریالیتوب او له هغه وروسته تل په خلکو باندې اعتماد درلود او اسلام یې د ټولنې د مدیریت او د سیاست لپاره یو کارنده مکتب او تفکر ګاڼه او په همدې اساس وتوانید د ایران د پرمختګ او د سترو حرکتونو د دوام زمینه رامینځته کړي.
حضرت ایت الله خامنه اي په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د ایران د اسلامي جمهوریت د دښمانانو تر ټولو مهم مشکل د ایران د خلکو نه پيژندل او د اسلام نه پيژندل دي جوته کړه د ایران د ملت دښمانان د خپلو اټکلونو او د پلانونو پراساس ډاډمن وو چې د ایران اسلامي جمهوریت به له څلویښت کلونو زیات دوام ونکړي خو دښمانان خپل هدف ته ونه رسیدل او د ایران پرمختګ بند نشو او په الهي مهربانۍ او د خلکو په دیني ایمان او د ولس په ارادې او همت باندې تکیې سره دغه پرمختګ دوام ولري.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علي خامنه اي د خپلې وینا په بله برخه کښې په دیني ایمان د خلکو د تکیې د معجزې د رامینځته کولو بله بیلګه د فلسطینیانو د نن ورځې شرایط وبلل او ویې ویل: د مقاومت د ځواکونو مقاومت کول او د مقاومت ډلو له نابودولو څخه د دښمن ناهیلي کول او دغه راز د بمباریو او د مصیبتونو په وړاندې د غزې د خلکو صبر د دغو خلکو د پیاوړي دیني ایمان نښه ده.
حضرت ایت الله خامنه اي د بشري حقوقو په هکله د لویدیځ د تمدن د ادعاګانو دروغ والي او د غزې په پیښه کښې د لویدیځو هیوادونو د نفاق او د ریاکارۍ ښکاره کیدا ته په اشارې سره زیاته کړه: لویدیځو هیوادونو چې د یوه مجرم د اعدام( پانسي کیدا) لپاره شور ماشور پیلوي په غزې کښې د دیرش زره(۳۰۰۰۰) بې ګناه انسانو په وژلې سترګې پټې کړي دي او امریکا په ټول سپینې سترګې توب سره څو ځله کیږي چې په غزې باندې د بمباریو د بندولو پریکړه لیک ویټو کوي.
هغه حضرت ټینګار وکړ دا د لویدیځ د کلتور او د تمدن او د لیبرال ډیموکراسۍ حقیقي څیره ده چې د هغه په ظاهر کښې استري کړې شوي او په خوله مسکا لرونکي سیاستوالان شته خو په باطن کښې یو لیوني سپي او خونخوار لیوان دي
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود په پاې کښې جوته کړه: مونږ ډاډمن یوو چې د لویدیځ دغه تمدن او کوږ بار به منزل ته ونه رسیږي او د حق کلتور او د اسلام صحیح منطق به په دوې ټولو باندې بریالی شي.