IQNA

د نتنیاهو په ضد په نیواکي فلسطین کې مظاهرې هماغه راز دوام لري

7:26 - February 26, 2024
د خبر لمبر: 3488788
ایکنا- د صهیونیسټ رژيم  پولیسو د ګرَمو اوبو په پاښلو سره په کابلان سړک کې د بینیامین نتن یاهو په ضد د ښارګواټو اوسیدونکو صهیونیسټانو مظاهره په سخته وځپله .

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ، تیره شپه د اسرائيلي لومړي وزیر بینیامین نتن یاهو د افراطي کابینې په ضد په تل ابیب کې زرګونو ښارګوټو اوسیدونکو صهیونیسټانو  مظاهره وکړه.  له دې سره په یووخت  په همدغه ښآر کې په نورو څو ځایونو کې هم ورته مظاهرې وشوې .مظاهره چیانو  د  په غزې کې ددغه رژيم د بندیانو د خوشي کیدا او د له بندیانو سره د مبادلې د پلان په سر د موافقې غوښتنه کوله.

په راپور کې وئيل شوي دي ،پر تل ابیب سربیره دنیواکي فلسطین په څونورو ښارونو کې هم د نتنیاهو د افراطي کابینې په ضد سترې مظاهرې شوي دي. د صهیونیسټ رژيم پولیسو  د اوبو پاښلو له ګاډو څخه په استفادې سره  د  نتنیاهود کابینې په ضد  مظاهرې په سخته ځپلي دي.  دپولیسو په وینا  دتل ابیب په کابلان سړک کې له مظاهره چیانو ئې اتلس کسان نیولي هم د ي.

 په تل ابیب کې په یوې بلې مظاهرې کې هم په غزې کې د اسرائيلي بندیانو دکورنیو پشمول په زرګونو پاریدلو صهیونیسټي مظاهره چیانو  د بندیانو دمبادلې د پلان په سر د وافقې او د هغوي دخوشي کیدا غوښته کوله .په نیواکي قدس کې هم  په زرګونو کسانو په مظاهرې جوړولو سره  د خپلو بندیانو دخوشی کیدا غوښتنه وکړه.

په راپور کې داهم وئيل شوي دي چې په څو نورو ښارونو کې  هم مظاهره چیانو واټونو وتړل او د نتن یاهو د  کور په لور ئې مظاهرې وکړې،البته پولیس ئې په لاره کې خنډ شول اوورسره ونښتل  چې وئيل کیږي په اخ وډب کې یو شمیر کسان ټپیان او نیول  شوي هم دي.همداراز د نیواکګر رژيم د مشر اسحاق هرټزوک  د کورپه وړاندې هم په سلګونو کسانو مظاهره کړې او د وارمخکې انتخاباتو غوښته ئې کړې او دغه راز ئې  په بئر السبع کې ورته مظاهره شوې ده.

https://iqna.ir/fa/news/4201817

captcha