ایکنانیوز په ملایشیا کې د ایران د کلتوري خونې له قوله راپور راکړ،په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت کلتوري سلایار حبیب رضا ارزاني ووئیل، د روژې دمبارکې میاشتې په درشل کې او دانډونیشیا،ملایشیا،ترکیې، مصر، عراق ،عربستان،نیجری او د ایران د اسلامی جمهوریت دیوشمیر هنرمندانو په شتون سره د قرآني هنرونو دوهم نړیوال نندارتون په پوتراجایا ښار کې پرانیستل شو.
هغه ووئيل، د قرآنی هنرونو د نندارتون په پرانیستونکو دستورو پیل کې ، دایران داسلامی جمهوریت د نور تواشیح ډلې د سید محمد قاسمي په سرپرستۍ کې د اسماءالحسنی مداحئ په اجرا سره د ګډون کونکو ستاینې راوپارولې.
د ایران کلتوری سلایار ووئيلو د ملایشیا لومړی وزیر دایران په سټال کې په شون سره د مونږ دهیواد د نامتو هنرمندانو د آثارو کتنه وکړه او بیا په ملایشیا کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفیر ولی الله محمدی په شتون سره هغه ته د هغه د انځور یوه منقش شوي په لاس اوبتل شوي وریښمینه قالیچه هم ډالۍ شوه.
ښاغلی ارزاني په پای کې ووئيل، د قرآني هنرونو نړیوال نندارتون په پوتراجایا ښار کې د فرورۍ له درویشتمې پيل شوي او د مارچ میاشتې تر دریمې نیټې پورې به دوام ولري.
https://iqna.ir/fa/news/4201967