IQNA

له طوفان الاقصی وروسته ر یښتوني ژمنې د اسرائيلو باؤؤ له مینځه یووړ

8:40 - April 18, 2024
د خبر لمبر: 3489067
ایکنا – د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر  ددې خبرې په کولو سره چې  فه طوفان الاقصی وروسته ؛ریښتوني ژمنې؛ د اسرائيلو باؤؤ  له مینځه یووړ او ثابته ئې کړه ، د دوي قدرت د غَڼې یا جلا  هماغه تار او جال دی ،ووئيل؛ سپاه پاسداران او پوځ داسې قدرت او اقتدار راوپنځوه چې  د درستو قواؤ دلوي قوماندان په وینا،جنانیتکار صهیونیسټي رژيم سزا او ورټل شو. دغه دقیق او حساب شوي عملیات،ټولو په ظاهره سنبالو قدرتونو او درستو نړیوالو ته یو اعلان ؤ چې  ایران په ډګر کې دی  او د مونږ وسلوال ځواکمه  چمتو دي او د لوی قوماندان  د فرمان په اانتظار کې دي.

ایکنانیوز راپور راکوي، د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر حجةالاسلام ابراهیم ریئسي  د ۱۴۰۳ کال د وسلوال ځواک د پریډ په دستورو کې  د پوځ د ورځې په مناسبت په مبارکۍ وئيلو سره ووئيل، پوځ د ملت ترڅنګ دی او د وطن او د  مّځکنۍ بشپړتیا څخه او د اسلامی انقلاب د ارزښتونو ددفاع لپاره  ګام پورته کوي. د مونږ پوځ په الهي قدرت باندې په تکیې  او  په خداي په ایمان او  عقیدې په ځانګړنې سره د دنیا له نورو پوځونو څخه بیّل کړی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر په دې خبرې په ټینګار سره چې د مونږ پوځ یو مهارت لرونکی او روزل شوی پوځ دی .  او اطلاعات ئې د ورځې په اساس دي او د مونږ پوځ دغه مهارت ممتاز کړی دی، ووئيل،  پوځ د   ورځې په ماډرنو ټیکنالوجیو  سنبال دی. داسې تجهیزات  چې له اسلامی انقلابه ترمخکې پورې د نورو هیوادونو په لاس کې باید ساتل کیدلی، خو اوس  د مونږ د پوځ دتوانمنو لاسونو سره  نوي کیږی .په پوځ او وسلوالو ځواکونو کې د موږ د ځوانانو د هڅې اوزیار په برکت سره هیواد  تخنیکي ،صنعتي ، پوځي  او ځای خپلواکي ترلاسه کړې ده.

ابراهیم ریئسي  ووئيل،  د جنګي الوتکو ،سطحي  او دسمندر د لاندې ماکوګانو او اوبتلونو ، ټانکونو او زغروال ګاډو ،ګائيئډډ سسټمونو  جوړولو ، د مونږ پوځي قدرت  نه یوزې په سیمې کې بلکې په نړۍ کې د یوه برلاسه قدرت په توګه مطرح کړی دی.

هغه ددې خبرې په کولو سره چې له طوفان الاقصی وروسته ،ریښتونی ژمنې  داسرائيلو باؤؤ او ویره له مینځه وړې ده او ثابته ئې کړې ده چې د دوی قدرت یو عنکبوتي تار  دی ،ووئيل ،هغه اقتدار  چې سپاه پاسدارانو او پوځ  راپنځولی او کار ئې کړی دی  چې  د درستو قواؤ د لوي قوماندان  په فرمان؛ صهیونیسټي رژيم سزا او ورټل شو .دغه عملیات دقیق او حساب شوي وو او یو اعلان ؤ درستې نړۍ او په ظاهره سنبالو قدرتونو ته امریکا او د صهیونیسټ رژيم ملاتړو ته چې ایران په ډګر کې دی او د مونږ وسلوال ځواکونه تیار دي  او د لوي قوماندان او کمانډرانچیف  د فرمان په انتظار کې  دي.

 د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشرپه دې خبرې په ټينګار سره چې  ریښتوني ژمنې عملیات پراخ نه بلکې یو محدود اقدام ؤ ووئيل،  که ټاکل شوې وه ،یو پراخ اقدام شي، نو لیدلي به وائ، له صهیونیستي رژيمه  به هیڅ پآتې نه ؤ ، خو ټاکل شوې وه ، یو محدود اقدام شي، د صهیونیسټي رژيم لپاره یوه سزا اورټل شي،  او هغه مرکزونه چې د مونږ په خلاف ئې اقدام کړی ؤ ، ورسره چلند وشي. که د جنایتکار صهونیسټي رژيم له خوا  د مونږ د خاورې په ضد ډیر وړوکی شان تیری هم وشي، نو له  دې  لاسخت او دردناک چلند به ورسره وشي.

https://iqna.ir/fa/news/4210866

captcha